امنیت

يو ځوان په هرات کې ديرغلګرو په بريد کې ټپي شو .

کابل – باختر د د غبرګولي دمياشتې ٢٦
په هرات ښار کې په يو ځوان دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې او ټپي شو.
په دغه ځوان چې ٣٢ کلن دى نن له غرمې مخکې په يولسو بجو دجاده ابريشم په واټ کې په ډزو سره ټپي شو .
دهرات دمرکزي روغتون يو مسوول محمد رفيق شيرزى باختر آژانس ته وويل: ګولې ددغه ځوان په مخ لګيدلى دى او همدا اوس تر درملنې لاندې دى .
ده ددغه ځوان روغتيايي حالت ښه وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته