امنیت

يو ځانمرګي يرغلګر په کابل کې ونيول شو .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
دملي امنيت موظُفينو په کابل کې دوه تنه چې  دځانمرګي بريد دترسره کولو لپاره يې  تيارى نيوه  ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلى دي دملي امنيت دلوى رياست موظفينودکابل ولايت  دبګرامي ولسوالۍ اوسنۍ اوسيدونکي او دحقاني دشبکې  دځانمرګو او تروريستي بريدونو يو سازمان ورکوونکي  دعباس په مستعار نامه  محمدايوب  دحسين په مستعار نامه له يو تن ځانمرګي يرغلګر مير احمد سره  ونيوه .
دغوکسانو اعتراف کړي دي  چې دځانمرګي بريد  لارې چارې يې  دعبدالقادر ارمنۍ  او دجلال الدين حقاني  دزوى  عزيز حافظ  په واسطه دميرامشاه  په بڼو کې دحقاني په شبکې پورې اړوند  په دارلهدي  مدرسه کې  زده کړې دي او دځانمرګي بريد دترسره کولو په مقصد  کابل ښار ته  استول شوي و .
دغه دوه تنه  له يوې بې غږه تومانچې سره  دکابل ښار  په پنځمه ناحيه کې  ونيول شول .
دغه کسان  په داسې حال کې نيول کيږي  چې دوه ورځې  مخکې  دکابل ښار دقابل باي په ساحه کې دځانمرګي بريد له امله يوتن شهيد او پنځلس تنه نور ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته