-کابل باختر دزمري اتلسمه :
يو ځانمرګي بريد کوونکې نن غرمه دپوليسو د اتمې حوزې په مربوطاتو کې ووژل شو .
دپوليسو داتمې امنيتي حوزې آمر داود پکتيا وال باختراژانس ته وويل يو ځانمرګي بريد کوونکې چې چاوديدونکي توکي په يو تکسي موټر کې ځاى پرځاى کړي و . او غوښتل يې دکابل ښار دبيني حصار په ساحه کې دپوليسو دپلټنې په پوسته کې وچوي . کله چې پوليس په موټر باندې شکمن شو ځانمرګي بريد کوونکې دپوليسو دپلټنې سيمې ته له رسيدو مخکې موټر وچاوه .
دده دڅرګندونوله مخې په دې پيښه کې يوازې ځانمرګي بريد کوونکې وژل شوى دى اوبل چا ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ