امنیت

يو ځانمرګي بريد کوونکى په پکتيا کې له پښو وغورځول شو

کابل باختر دوري اوه ويشتمه

  دپکتيا  له ولايت څخه وروستې  رارسيدلي خبرونه څرګندوي چې دافغان ځواکونو او دځان مرګوبريد کوونکو ترمنځ نښتې دوام لري .

 درارسيدلو خبرونو له مخې څو تنه ځانمرګي بريد کوونکي نن له غرمي وروسته ددوو بجو په شاوخواکې په ډزو سره  په ګرديز ښار  کې دپوليسو دروزنيز مرکز ته څيرمه يوې ودانۍ ته ننوتل .

 دغو يرغلګرو ددغې ودانۍ سرته له رسيدو وروسته دپوليسو په تعليمي مرکز راکتي او دسپکو وسلو بريدونه وکړل .

 دپکتيا ولايت دپوليسو مسوول  زلمي اورياخيل باختر اژانس ته وويل چې افغان ځواکونه په ځان مرګوبريد کوونکو ډزې کوي اونه يي پريږدي چې هغوي دتعليمي مرکز په لور  ډزې وکړې .

 داورياخيل  دڅرګندونو له مخې تراوسه پورې يوځان مرګي بريد کوونکى دافغان سرتيرو د ډزو له امله وژل شوى او څو تنه نور يي لاتراوسه پورې  مقاومت کوي .

 ويل کيږي  هغه ودانۍ چې يرغلګرورته ننوتي دي دپکتيا پوهنتون دمحصلانو استوګنځي دي .

 دځينو خبرونو له مخې يرغلګرو يو شمير محصلان يرغمل کړي دي .

 عيني  شاهدان  وايې ځينې محصلان يې ليدلي دي چې دويري او ډار له امله ځان ددغې ودانۍ له دريم او څلورم پوړ څخه لاندې غورځولي دي .

 په همدي حال کې دپکتيا ولايت مرستيال وکيل عبدالرحمن باختر اژانس ته وويل چې افغان ځواکونو دناتو دځواکونو په مرسته دغه ودانۍ کلابنده کړې ده .

 ده وويل  هلې ځلې روانې دي چې دغه يرغلګر دير ژر له پښو وغورځول شي  .

 دپکتيا پوهنتون او تعليمي مرکز ته څيرمه ودانې بريد په کابل کې په پارلمان او دلوګر ولايت  ودانۍ  ته څيرمه ودانيو او په ننګرهار کې دبيا رغاونې په ولايتي  دفتر  له ځانمرګو  بريدونو سره جوخت شوي دي .

 ددغې پيښې جزئيات  وروسته خپريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته