امنیت

يو ځانمرګى يرغلګر په پکتيکا کې ووژل شو

کابل/ دچنګاښ ٢٩مه / باختر:
په پکتيکا کې پر يوې امنيتي پوستې  د وسله والو طالبانو بريد ناکام شو.
د وسله والو طالبانو په دې بريد کې يو يرغلګر ووژل شو او دويم يې ټپي شو.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛  په لسګونو يرغلګرو تېره شپه په اومنې ولسوالۍ کې  پر يوې پوځي پوستې يرغل وکړ.
تندر قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه جګړه تر سهاره روانه وه چې له امله يې يو ځانمرګي يرغلګر ووژل شو او يوبل يې ټپي شو.
وسله والو طالبانوتراوسه په دې باب څه نه دي ويلي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوليسو د پکتيکا له ګڼ مېشتو لارو څخه د١١  ماينونوپه کشفولو سره  د يولړ چاودنو مخه ونيوله .
ختم _ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته