امنیت

يو ځانمرګى يرغلګر په غزني کې ووژل شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
يو ځانمرګى يرغلګر تېره شپه په غزني ولايت کې ووژل شو .
دغزني ولايت د ملي امنيت رياست دملي پوليسو د ځواکونو په همغږۍ کې څلور تنه ځانمرګي يرغلګر چې د دغه ولايت دعامه محافظت په قطعې د بريد نيت درلود؛ ونيول چې يو تن يې له امنيتي ځواکونو سره د مقاومت له امله ووژل شو.
د غزني ولايت امنيه قوماندان جنرال زړور زاهد د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې په دريو کلاشينکوفونو او دريو تومانچو سره سمبال وو؛ له يوې اندازې مسموونکو اوبلن ګازو سره ونيول شول.
زاهد زياته کړه: دريو تنو نيول شويو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى چې ٤٥ ورځې يې په پاکستان کې تروريستي زده کړې کړې دي. خبرځاى وويل: دوه تنه يرغلګر د زابل ولايت او دوه تنه نور يې د غزني ولايت اوسيدونکي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته