امنیت

يو ځانمرګى يرغلګر د کاپيسا په اله ساى کې ونيول شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو يو ځانمرګى يرغلګر او څلور تنه ډار اچوونکي د کاپيسا او د سمنګانو په ولايتونوکې ونيول.
د ملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د امام ګل په نامه يو ځانمرګى يرغلګر چې د کاپيسا ولايت د اله ساى د ولسوالۍ اوسيدونکى دى؛ له خپل همکار سره کله يې چې غوښتل په چاويدونکو توکو بار د يوه موټر سايکل په واسطه د کاپيسا ولايت په مرکز محمود راقي کې ځانمرګى بريد وکړي؛ د ملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا ونيول شو.
دغه راز د ملي امنيت موظفينو درې تنه نور ډار اچوونکي چې د سمنګانو ولايت په روى دوآب ولسوالۍ کې په ورانکارو فعاليتونو او ماين ښخولو بوخت وو؛ له دوو بوشکه يي ماينونو، د ٨٢ ملي متري توپ له شپږو ګوليو، څلورو توغنديو، د هاوان له دريو ماينونو، د توپ له اتو سرګولولو او د پيکا له يوې اندازې مهماتو سره ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته