يو ځانمرګى يرغلګر د چاوديدونکو توکو له واسکټ سره ونيول شو.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٧
يو وسله وال طالب دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې د چاوديدونکو توکو له واسکټ سره ونيول شو.
په هلمند ولايت کې دپوليسو يوه مقام دباختر آژانس خبريال ته وويل :- دغه سړي چې د چاوديدونکو توکو يو واسکټ دهلمند ولايت مرکز په لور ليږداووه لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دپوليسو له خوا  ونيول شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل :- دغه سړى دوسله والو طالبانو د ډلې غړى دى او د طالبانو ديوه قوماندان له خوا دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دځانمرګي بريد په ترسره کولو موظف شوي و .له دغه سړى څخه پوښتنې او تحقيقات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته