کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
يو ځانمرګى واسکټ او يوه اندازه وسلې او مهمات په بغلان ولايت کې دملي
امنيت دادارې مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي ددغې ادارې دموظفينو په عملياتو کې چې دبغلان ولايت په مربوطاتو کې دتروريستانو په يوپټنځاى ترسره شول يوځانمرګى واسکټ ، پنځه ويشت ميله ډول ډول وسلې ، ٢٦ ريموټ کنترولونه، يوه مخابره ، دآر پي جي ، ٣ ماينونه ، دملي اردو درې جوړې دريشۍ ، ٣ کرولا موټرونه ، ديارلس کيلوګرامه چرس او څلور کيلو ګرامه اپين چې تروريستانو غوښتل له دغو وسلو او مهماتو څخه په استفادې سره دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دنوماندانانو انتخاباتي مبارزې ګډې وډې کړي کشف او ترلاسه کړي دي اوپه دغه ولايت کې يې دڅو زړه بوږنونکو پيښو مخه يې نيولې ده .
0 1 دقیقه لوستل