امنیت

يو ځانمرګى بريدګرهدف ته له رسېدو مخکې ونيول شو

 کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۳ مه
د کابل پوليسو يو ځانمرګى بريدګر تېره شپه هدف ته له رسېدو مخکې ونيو.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل:             امنيتي ځواکونو يو ځانمرګى بريد ګر چې غوښتل يې د زنبق په څلور لارې کې د تحصن کوونکو پر خيمې بريد وکړي؛ تېره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې هدف ته له رسېدو مخکې وپېژاند او ويې نيو.
د بريدګر هويت تر اوسه پورې نه دى افشا شوى.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته