امنیت

يو ځانمرګى بريدکوونکى له هغه وروسته چې وپيژندل شو ځان يې وچاوه

کابل – باختر د کب دمياشتې ١٩
يو ځانمرګى بريدکوونکى چې چاوديدونکي توکي يې په خپل بدن پورې تړلي و؛ نن کله چې د امنيتي ځواکونو له خوا د کانونو او پطروليم وزارت ته څېرمه وپيژندل شو؛ په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي يې وچول.
دغه پيښه له غرمې وروسته په درې نيمو بجو رامنځته شوه .
د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رييس فريدون عبيدي ويلي دي چې په دې پيښه کې يواځې ځانمرګى يرغلګر وژل شوى او د سر نور زيان يې نه دى اړولى.
پيښه په هغه سيمه کې رامنځته شوې ده چې څو دولتي ادارې او د پوليسو يوه حوزه په دغه سيمه کې موقعيت لري.
تيره اوونۍ په همدې واټ کې د يوځانمرګي بريد له امله زموږ يو شمېر هيوادوال شهيدان او يو شمېر نور هم ټپيان شول.
امنيتي مسوولينو څرګنده نه کړه چې د ځانمرګى يرغلګر هدف کومه دولتي اداره وه؟

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته