کابل / د وري ۱۷ مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو نن سهار په پغمان کې يو پوځي منسوب په ډزو سره شهيد کړ.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختر آژانس خبريال ته وويل: نن سهار ٨ بجې او ۵٠ دقيقې ناپېژاندو وسله والو د کابل د پغمان ولسوالۍ په ارغندې څلورلارې کې پر يو پوځي رنجر ډزې وکړې چې په پايله کې يو پوځي منسوب شهيد او يو بل یې ټپي شو.
فرارمرز وايي چې پېښه د ګډ امنيتي ټيم تر څېړنې لاندې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه هم يو متقاعد پوځي د کابل ښار په ١٢ ناحيه کې په ډزو سره وواژه.
پاى \ ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ