امنیت

يو پوليس په جوزجان کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې شهيد شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١
د پوليسو يو سرتيرى پرون د جوزجان ولايت په مربوطاتوکې له طالبانو سره دجګړې په بهيرکې شهيد شو او يوبل سرتيرى ټپي شو.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: طالبانو له دريو لورو د منګجک په ولسوالۍ بريدونه وکړل چې د دواړو لورو ترمنځ د نښتو له امله د پوليسو يو سرتيرى شهيد او يوبل سرتيرى ټپي شو .
د جوزجاني د څرګندونو له مخې: په دې نښته کې طالبانو ته هم د سر زيات زيان اوښتى او د يو وژل شوى طالب مړى د جګړې په ډګرکې پاتې دى او د هغوى يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
ويل کيږي سيمې ته د امنيتي کومکي ځواکونو په رسيدو سره طالبان وتښتيدل او اوس امنيتي ځواکونه په سيمه کې ځاى پرځاى دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته