کابل باخترد لړم د مياشتې ١٠ :
يو پوليس نن په بغلان ولايت کې دماين د چاودنې له امله شهيد شو .
دغه چاودنه دپلخمري ښار دسرخ کوتل په کلي کې د ٠١٢ امنيتي قطعې د اوبو څاه ته څيرمه وشوه .
په پلخمري کې د ٠١٢ قطعې قوماندان څارمن محمدنظيف پرواني باخترآژانس ته وويل ؛ دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې ددغې قطعې منسوبين دڅښاک داوبو دبرابرولو په مقصد سيمې ته تللي و .
هغه ماين چې دريموټ کنترول په واسطه اداره کيده وچوول شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل :په دې پيښه کې يو پوليس شهيد او درې تنه نور پوليسان اودسيمې يوه ميرمنه ټپي شوه.
ويل کيږي ټپيان ددرملنې لپاره دبغلان ولايتي روغتون ته ليږدول شوي او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى.
1 1 دقیقه لوستل