امنیت

يو پوليس دکابل په پلجرخي کې شهيد شو.

کابل باختر دغبرګولي  پنځلسمه :
  دکابل دپلچرخي  په ساحه کې  نن دچاودنې له امله يو پوليس  شهيد شو.
  دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه دمقناطيسي  ماين زيږنده وه چې دکابل دپلچرخي  په بازار کې دپوليسو په يو رنجر موټر کې وشوه .
ده وويل په دې پيښه کې يو پوليس شهيد شوى او درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
دسيمې يو اوسيدونکې دغه شان بمي بريدونه د ډار اچوونکو او دهيواد او خلکو او داسلام دمبين دين ددښمنانو کار وباله او ويې ويل، زموږ دخلکو دښمنان دهغو پاکستانيانو په لارښوونه چې د ډيورند  له کرښې اخوا دي، زموږ دخلکو په کورونو دتوپونو او توغنديو بريدونه کوي اوهلې ځلې کوي چې په وينو او خاورو زموږ د هيوادوالو د لړلو په خاطر له هر امکان څخه استفاده وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته