يو پخواني جنرال وفات شو .
کابل باختر د تلي درې ويشتمه :
دملي اردو يوپخواني افسر جنرال محمد اسماعيل کوفي تيره شپه د ٧٥ کلونو په عمر وفات شو .
دباختراژانس دخبر له مخې، جنرال محمد اسمعيل کوفي دخپل ژوند په وخت کې دملي دفاع او دکورنيو چارو په وزارتونو اودملي امنيت دلوى رياست په بيلابيلو مهمو پوځي پستونو کې دنده ترسره کړې ده .
ارواښاد په ١٣٦٦ کال کې په بدخشان ولايت کې دګارنيزيون د قوماندان په توګه او دمجاهدينوپه حکومت کې داوومې سرحدي لوا دقوماندان په توګه او په ١٣٨٢ کال کې دملي امنيت درييس دسلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده .