امنیت

يو پاکستاني ځانمرګى يرغلګر ونيول شو.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢
يو پاکستاني ځانمرګى يرغلګر په پکتيکا ولايت کې دپوځيانو له خوا ونيول شو. دغه يرغلګر چې غوښتل ددغه ولايت په مرکز شرن ښار په يو ګڼ ميشته سيمه کې ځانمرګى بريد وکړى؛ خو هدف ته له رسيدو مخکې دبرمل ولسوالۍ په مربوطاتو څخه دملي اردو دځواکونو له خوا ونيول شو.
د رارسيدلو خبرونو له مخې: دغه ځانمرګى يرغلګر له چاويدونکو توکو له بار موټر سره له شمالى وزيرستان څخه دپکتيکا ولايت دبرمل ولسوالۍ ته راغلى و.
دهيواد په ختيځ کې دملي اردو يو قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ځانمرګى يرغلګر غوښتل دپکتيکا ولايت دمرکز شرنى ښار په يوه ګڼ ميشته سيمه کې ځانمرګى بريد وکړي؛ خو هدف ته له رسيدو مخکې ونيول شو.
ده وويل: ددغه ځانمرګى يرغلګر په نيولو سره په ملکي وګړو ديوې خونړى پيښې مخه نيول شوى ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته