امنیت

يو پاکستانى چې دځانمرګي بريد لپاره استول شوى و په هلمند کې امنيتي ځواکونو ته تسليم شو

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥ يو پاکستانى چې دځانمرګي بريد په خاطر افغانستان ته استول شوى و په هلمند ولايت کې دملي امنيت ځواکونو ته تسليم شو . دملي امنيت دادارې مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي : د ياسر په نا مه يوځانمرګى بريد کوونکى چې دپاکستان دپيښور ښار اصلي اوسيدونکى دى او دتروريستي ډلو له خوا ځانمرګي بريد ته چمتو شوى ودهلمند ولايت دلښکرګاه ښار ته استول شوى و خو کله چې ګوري خلک دلمانځه د اداکولو لپاره جوماتونو ته ځي له بريد څخه ډډه وکړه اوځان يې دملي امنيت منسوبينو ته سپارلى دى . ده دابتدائي تحقيقاتو په بهير کې څرګنده کړې ده چې دوزيرستان په تروريستي مرکزونو کې دجعلي اوتبليغاتي فلمونو دنندارې امله دځانمرګي بريد ترسره کولو ته هڅول شوى و . ددغه سړي په تسليميدو سره په هلمند ولايت کې ديوځانمرګي خونړي بريد مخنيوى شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته