يو پاکستانى تبعه د قرآن شريف په نسخوکې دنشه يي توکو دليږدونې په تور په بند محکوم شو
دبى – فرانسپرس – باختر د لړم دمياشتې ٨
د متحده عربي ايالاتو د دُبى ښار يوې محکمې يو پاکستانى تبعه د قرآن شريف په نسخوکې د نشه يي توکو د ليږدونې په تور په پنځلس کاله بند محکوم کړ.
باختر آژانس د فرانسې د خبري آژانس له خولې خبر راکړ: مجرم په مخفف نوم (ام.ټي) پيژندل شوى دى چې ٢٤ کيلوګرامه هيروين يې د قرآن شريف په نسخوکې پټ کړي و.
د دُبى د نړيوال هوايي ډګر د ګمرک يوه مامور وويل: کله مو چې کڅوړې خلاصې کړې؛ په هغوکې تسبيحونه او د قرآن شريف نسخې او نشه يي توکي و.
دُبى د متحده عربي اماراتو يو له اوو ښارونوڅخه دى چې د نشه يي توکو د قاچاقو پرخلاف سخت قوانين لري او په دغه هيوادکې د نشه يي توکو قاچاق غيرقانوني دى او د مرګ او عمري بند مجازات لري.