کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٩
يو يرغلګر په داسې حال کې چې په ښځينه جامو سمبال و دملي اردو دځواکونو له خوا په قندهار ولايت کې ونيول شو.
يوه اړوند خبرځاى وويل دغه يرغلګر چې وسله ورسره وه او د تروريستي ماموريت لپاره کوم ځاى ته روان و خو هدف ته له رسيدو مخکې ونيول شو .
دهيواد په جنوب کې د ٢٠٥ اتل قول اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه يرغلګر په ښځينه جامو سمبال او په داسې حال کې ونيول شو چې وسله ورسره وه او تروريستي ماموريت دترسره کولولپاره روان و .
ده وويل له دغه يرغلګر څخه تحقيقات پيل شوي دي .