يو ويشت تنه له جيل څخه ازاد شول .
کابل باختر دکب نهه ويشتمه :
دميلاد النبي ( ص) په درناوي دافغانستان دجمهور رئيس د ١٦٧ فرمان له مخې يو ويشت تنه بنديان پرون دنيمروز ولايت له جيل څخه ازاد شول .
دنيمروز دوالي وياند احمد عرب دباختراژانس خبريال ته وويل دغه فرمان چې د ١٣٩٥ کال دکب دمياشتې په اته ويشتمه نيټه دجمهوري رياست له دفتر څخه نيمروز ولايت ته رسيدلى دى . او له امله يې يو ويشت تنه بنديان له جيل څخه ازاد شول او داوو تنو نورو لپاره تخفيف په پام کې نيول شوى دى .