يو ويشتو تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته

-کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٤
د تيرو څلورويشتو ساعتونو په بهيرکې د هلمند، پکتيکا او د کاپيسا په ولايتونو کې د ملي اردو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٨ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او ١٣ تنه نور يې ټپيان شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي: د کاپيسا، هلمند او د پکتيکا په ولايتونوکې په تيرو څلورويشتو ساعتونوکې د ملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې ٨ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، ١٣ تنه ټپيان او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي: د دښمن د درندو وسلو د ډزو له امله د ملي اردو دوه تنه منسوبين هم شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته