کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
د زابل ولايت په مربوطاتو کې پرون د ملي اردو دځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې يو وسله وال مخالف ووژل شو.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات دقلات ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې په نتيجه کې يې يو وسله وال مخالف ووژل شو او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې : په دغو عملياتو کې دوه کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوى دي .
ديوبل خبرله مخې : دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دمنسوبينو دعملياتو په بهير کې دوه تنه وسله وال مخالفين ټپيان شول.
3 د یوې دقیقې څخه لږ