کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
يو وسله وال طالب ټيک مخکې له دې چې په هلمند ولايت کې دپوليسو يو افسر ترور کړى دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو .
دغه يرغلګر طالب غوښتل په يې غږې تومانچې سره دپوليسو يو افسر دنهر سراج ولسوالۍ بازارته څيرمه ترورکړي چې ونيول شو .
دهلمند دپوليسو ويندوى عبدالاحد چوپان باختر آژانس ته وويل : نيول شوي يرغلګر په لومړنيو تحقيقاتو کې اعتراف کړى دى چې په پاکستان کې د طالبانو قوماندانانو له خوا د دغه پوځي افسر په ترور ګومارل شوى و .
څه موده مخکې په غزني ولايت کې هم يو يرغلګرطالب مخکې له دې چې دپوليسو يو افسر ترور کړي دامنيتي مامورينو له خوا ونيول شو .
دغه يرغلګر دڅو تنو پوځي افسرانو او دغزني دسيمه ييزو مسولينو په ترور اعتراف کړى او ويلې يې و چې په پاکستان کې د طالبانو دقوماندانانو له خوا ددغه شان ځنځيرى ترورونو لپاره ګومارل شوى و.
0 1 دقیقه لوستل