کابل باختر د کب دمياشتې ١١ :
د فراه ولايت دبالابلوک په ولسوالۍ کې نن سهار دملي پوليسو او وسله والو طالبانو په جګړه کې يو طالب ووژل شو او دوه تنه نورټپيان شول.
د فراه ولايت يوه امنيتي خبرځاى باخترآژانس ته خبرورکړ :د بالابلوک ولسوالۍ د پير ومبال زيارت په مربوطاتو کې دملي پوليسو په يوه کمين کې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه په دې جګړه کې ددښمن يوه اندازه وسلې او مهمات هم دپوليسو لاسته ورغلي دي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ