امنیت

يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نورطالبان ټپيان شول

کابل باختر دکب  شپږ ويشتمي
د بدخشان ولايت په مربوطاتوکې تېره شپه د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې يو وسله وال طالب ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
امنيتي ځواکونو دغه عمليات د وسله والوطالبانو له شتون څخه دسيمودپاکولوپه مقصد دبدخشان ولايت يمګان ولسوالۍ په پنځو کليوکې ترسره کړل.
دبدخشان دوالي ويندوى احمد نويد فروتن ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته