يو وسله وال طالب دماين جوړولو په وخت کې ووژل شو
کندز باختردوږي دمياشتې٢٣نيټه : يو وسله وال طالب تيره شپه په کندز ولايت کې دماين جوړولوپه وخت کې ووژل شو او د ده ميرمن او ماشوم يې ټپيان شول. دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند انعام الدين رحماني دباخترآژانس خبريال ته وويل؛ چې صفي الله دوسله والو طالبانو دډلې غړى ددغه ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې کله چې په خپل کور کې په ماين جوړولو بوخت و، ماين وچاوديد او ووژل شو. ده زياته کړه ؛ په دي چاودنه کې دده ميرمن او يو کوچنى ماشوم ټپيان شوي دي. دکندز پوليسود صفي الله دوه ورونه نيولي چې يو ورور يې څوکاله مخکې څلورکاله بند يې په تروريستي پيښو کې دلاس لرلو په تورپه کندزکې تير کړ. پاى ذکرالله