کابل/ د چنګاښ٢٨مه / باختر
يو واټ د ننګرهارپه کامې ولسوالۍ کې جوړشو .
دغه واټ د يو زرو ٥ سوه مترو په اوږدوالي او د ٥ مترو په سور د ماما خيلو سيمه د کامې ولسوالۍ له بازار سره نښلوي.
د کليو د بيا رغاونې او پراختيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي د دغه واټ په جوړولو کې ٣ ميليونه ٣ سوه زره افغانۍ لګول کېږي.
تمه کېږي د دغه واټ په جوړېدو سره بازار ته د کرنيزو محصولاتو او د ښار روغتونونو ته د ناروغانو په لېږد کې آسانتياووې رامنځته شي.
\ ذ