ټولنه

يو هراتى کوچنى ماشوم د نړۍ د شپيتوهيوادونو دقاريانوترمنځ لومړى مقام وګاټه

کابل باختردمرغومي ديرشمه :
يوکوچنى هراتي ماشوم چې د ټول قرآن عظيم الشان حافظ دى؛ د نړۍ د شپيتو هيوادونو د قاريانو ترمنځ د ممتاز قاري لقب او لومړى مقام وګاټه.
قاري ميرضيا الحق چې يوولس کلن او د هرات ولايت اوسيدونکى دى؛ په دې بريالى شوى دى ټول قرآن عظيم الشان په يو کال کې حفظ  کړي.
دغه ممتاز اوجيد قاري د سوډان هيواد په نړيوالو سياليوکې د نړۍ د شپيتو هيوادونوترمنځ لومړى مقام وګاټه او پرون د هرات ولايت د دولتي مقاماتو ، د دين د درنو عالمانو، قاريانو او حافظانو او خلکو د تاوده هرکلي په څپوکې هرات ته ورسيد.
د باخترآژانس د خبر له مخې: د هرات د ولايتي شورا رييس سيد عبدالوحيد فتالي ددغه کوچني او مستعدماشوم د هلوځلو د ستاينې په ترڅ کې دمستعدو ماشومانو د روزنې او پالنې په کارکې د هرات د درنو عالمانو او د روحانيت د ټولنې د پاملرنې له امله مننه وکړه.
د هرات د ولايتي شورا رييس دغه راز د ديني مرکزونو د پراختيا او له ښوونيزو او روزنيزو فعاليتونو سره خپل هر راز ملاتړ او همکاري اعلام کړه.
په همدې حال کې د سيدنامحمد رسول الله (ص) د دارالحفاظ چې قاري ميرضيا الحق په هغه کې د قرآن عظيم الشان د حفظ، قرائت  او تجويد پړاونه زده کړي دي؛  وايي: قاري مير ضياالحق مخکې له دې په نړيوالو سياليوکې لومړى مقام ګټلى و.
د باخترآژانس دخبر له مخې: د سيدنا محمد رسول الله (ص) دارالحفاظ چې د مجاهدينو په ښارګوټى کې دى؛ په هرات ولايت کې سلګونو تنو ځوانانو او تنکيو ځوانانو ته  د روزنې زمينه برابره کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د هيواد دغه ممتاز او جيد قاري مخکې له دې هم په هغو نړيوالوسياليوکې چې د جدې په ښارکې ترسره شوې وې؛ د نړى د څلويښتو هيوادونو ترمنځ هم لومړى مقام ګټلى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته