کابل باختر د کب دمياشتې ١٥ :
د غزني والي د نيالګيو دايښودلو دپيل په مراسمو کې چې داسلامي ثقافت
په مرکز کې خبرې کولې وويل ، نباتات دچاپيريال په ساتنه کې ډير ګټوردي اودانسانانو روغتيا هم بيمه کوي.
ده د غزني له ښاريانو څخه وغوښتل ترڅو يو نيالګى دځان لپاره او يو نيالګى دهېواد دښکلا لپاره کښينوي او ددغو نيالګيو په اوبولګولو اوساتنه کې له اړوندو مسوولينو سره همکاري وکړي.
دغزني ولايت دکرنې او مالدارۍ رئيس عبدالله تيسل باخترآژانس ته وويل ؛ دغه اداره په پام کې لري څه د پاسه يوسلو اتيازره ميوه لرونکي او ډولي نيالګي په دولتي ادارو او د غزني په ښاريانو وويشي .
د ده د څرګندونوله مخې : سل زره ډولي نيالګي د غزني ښارتخنيکي پوهنتون رياست په واک کې ورکړ شوي دي چې ددغو نيالګيو داوبولګولو او ساتنې مسووليت دغه پوهنتون په غاړه لري.
تيسل زياته کړه : پنځه ديرش زره ډولي نيالګي او يوسلو پنځوس زره ميوه لرونکي نيالګي دپيسو په مقابل کې دغزني په ښاريانو ويشل کيږي.
په دغو مراسمو کې دغزني دولايتي شورا رئيس ،دولتي ادارو مسوولينو او دغزني ښاريانو ګډون کړى و .
د غزني والي ديوه نيالګي په ايښودلو سره د نيالګيو دايښودلو بهير په رسمي ډول پرانيست
0 1 دقیقه لوستل