کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٩
يو نوي تنه بنديان نن دغزني ولايت له جيل څخه آزاد شول.
دغزني ولايت دجيل آمر عبدالرحمن دباختر آژانس خبريال ته وويل: د دوو ښځو او دريو ماشومانو په ګډون يو نوي تنه بنديان دغزني له جيل او د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز څخه په هيوادکې د اسلامي انقلاب د برياليتوب د کاليزې د نمانځلو په مناسبت د هيواد د جمهور رييس د فرمان له مخې له جيل څخه آزاد شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د دغه جيل د دريو تنو نورو ښځو دبند په پاتې موده کې تخفيف راغلى دى.
دغزني په جيل کې څه دپاسه څلور سوه تنه شپې سباکوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ