کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
دننګرهار ولايت له نشه يي توکوسره دمبارزې دمديريت دځواکونو له خوا يو نوي کيلوګرام اومه چرس کشف او ترلاسه شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې دمديريت ځواکونوپه دووجلاجلا پيښو کې يو نوي کيلوګرامه اومه چرس چې په مهارت سره په دوو کرولا موټرو کې ځاى پرځا ى شوي و او عاملانو يې غوښتل چې هغه دبغلان له ولايت څخه دتورخم بندر ته وليږدوي د بهسودو ولسوالۍ دثمر خيلو دپلټنې په ساحه کې کشف کړل .
دقضيې په اړوند د دوو موټرو چلوونکي نيول شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ