کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢١
په لښکرګاه ښارکې د باباجي د منځني ښونځي ودانۍ د هلمند د والي له خوا پرانستل شوه.
دغه ودانۍ د انګړ له ديوال سره يې په څلورجريبه دولتي ځمکه کې جوړه شوې ده چې اته درسي او دوه اداري خونې لري چې د نړيوال بانک په مرسته د اوو مليونو افغانيو په لګښت په اوو مياشتوکې جوړه شوې ده.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې ښوونځي کې د نجونو او هلکانو په ګډون اته سوه تنه زده کوونکي په دوو ټايمونوکې په زده کړه بوخت دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ