امنیت

يو ملکي وګړى په غور کې ووژل شو .

_کابل باختر دثور نهمه:
په غور ولايت کې  پرون  يو ملکي وګړى  ووژل شول .
د غور ولايت  د امنيې قوماندانۍ  وياند محمد اقبال نظامي باختراژانس ته وويل  چې، دغه ملکي وګړى  د دغه ولايت د سرجنګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې  د دريو تنو ناپېژاندو سله والو کسانو له خوا  ووژل شو  او قاتلين  له ساحې څخه وتښتېدل .
  نظامي زياته کړه، چې پوليسو  د قاتلينو دپېژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي . ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته