کابل باختردتلي اتلسمه :
يو متقاعدافسر تېره شپه دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا دپروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې ووژل شو.
د پروان ولايت دبګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي باخترآژانس ته وويل چې دغه متقاعد افسر سمونوال محمد عارف نوميده او د بګرام ولسوالۍ دقلندر خيلو په ساحه کې په خپل بڼ کې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
خبرځاى وويل چې دپيښې عاملين له ساحې څخه تښتيدلي او تراوسه پورې په دې اړوند څوک نه دى نيول شوى.
ددغې پيښې علت تراوسه پورې نه دى روښانه شوى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ