امنیت

يو ماين ښخوونکى ووژل شو

کابل باختردمرغومي ديرشمه :
دننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ په مربوطاتوکې پرون د ماين د چاودنې له امله يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژنس ته خبر ورکړ: درې تنه ماين ښخوونکي طالبان کله يې چې غوښتل يو ماين د ننګرهار ولايت د مومند درې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ښخ کړي؛ د ماين ښخولو په وخت کې وچاوديد او يو ماين ښخوونکى يې وواژه او دوه تنه نور يې ټپيان کړل.
ديوبل خبرله مخې: په هلمند ولايت کې پرون دملي اردو دځواکونو دچاڼيزوعملياتو په بهيرکې يوشمير وسله وال مخالفين ووژل شول.
دغه عمليات دهلمند ولايت په نوزاد اوګرشک ولسواليوکې د ډار اچوونکو عناصرو له شتون څخه د سيمو دپاکولو په مقصد ترسره شول چې يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته