يو ماين ښخوونکى طالب ووژل شو

کابل باختردکب دمياشتې٢٧ نيټه :
د طالبانو د ډلې يو غړى په روزګان ولايت کې  د ماين د ښحولو په وخت کې د پوځيانوپه ډزو کې ووژل شو.
دغه وسله وال  طالب  نن سهار کله يې چې غوښتل د دهراود ولسوالۍ  په
لويه لاره کې ماين ښخ کړي د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.
د هېواد په  جنوب کې  د ملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل؛چې دپوځيانو په دې ډزو کې يو ماين ښخوونکى وژل شوى دى .
ده وويل ؛ وژل شوى  د طالبانو د ډلې غړى و  او غوښتل يې چې   په يوه واټ کې  ماين ښخ کړي. پاى ؛ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته