يو ماين شنډ کړى شو .
کابل باختر د وږي پنځمه :
د روزګان ولايت په مربوطاتو کې په يوه ګڼ ميشته لاره کې دطالبانو بمي بريد شنډ کړى شو .
پوليس وايي چې دغه بم دچارچينو ولسوالۍ په عمومي سړک کې ځاى پرځاى کړى شوى و .
دغه بم نن سهار دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف او دپوځيانو له خوا شنډ کړى شو .
دروزګان ولايت د چارچينو ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې طالبانو دغه بم دچارچينو ولسوالۍ په يوه ګن ميشته لاره کې ځاى پرځاى کړى و او غوښتل يې چې بيګناه خلک په وينو او خاورو ولړي او لت پت يې کړي . خوبريالي نه شول .
ده وويل چې ددغه ناکام بمي بريد دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .