امنیت

يو ماشوم چې دطالبانو له خوا په ماين ښخولو موظف شوى و ووژل شو .

کابل باختر د ثور  څوارلسمه :
يوکوچنۍ ماشوم  چې دوسله والو طالبانو له خوا په ماين ښخولو ګومارل شوى و په ادرسکن ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله ووژل شو .
دغه کوچنۍ  ماشوم چې دادرسکن ولسوالۍ په ختيځ کې دسراخک  دسيمې له کوچي مالدارانو  څخه و،غوښتل  يې چې  دهرات -ادرسکن په لاره کې ماين ښخ کړي چې دخپل ماين دچاودنې  له امله ووژل شو .
دهرات ولايت دپوليسو يوه مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو دغه ماشوم تيرايستلى و چې په عمومي واټ  کې ماين ښخ کړي .
داپه داسې حال  کې ده چې په پوځي فعاليتونو کې له ماشومانو څخه کار اخستل غير قانوني دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته