امنیت

يو ماشوم په پکتيا کې د چاودنې له امله ووژل شو

کابل باختر دتلې  درې ويشتمه :
په پکتيا ولايت کې پرون د يو ماين د چاودنې له امله يو شپږکلن هلک شهيد شو.
د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه ماين د ډنډ پټان ولسوالۍ په تګلوري کې وچاوديد چې په نتيجه کې يو شپږ کلن  هلک شهيد شو .
ديو بل خبرله مخې:
د ګرديز ښار د دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتوکې يو ماين د امنيتي ځواکونو له خوا کشف شو .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته