امنیت

يو ماشوم په پروان کې دلاسي بم دغورځولو له امله ټپي شو .

کابل باختر  دوږي  څوارلسمه :
دپروان ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې د چاريکارو ښار دلومړۍ امنيتي حوزې  دامر په کور دلاسي بم  بريدوشو .
دپروان ولايت يوه امنيتي مسوول  باختراژانس ته وويل :ناپيژاندو وسله والو کسانو تيره شپه چاريکارو ښار دلومړۍ حوزې دمرستيال په کور يو لاسي بم وغورځاوه
يوه اړونده خبرځاي وويل  چې په دې بريد کې  دحوزې دامر يو کوچنى زوى ټپي شوى دى اوبل چاته  زيان نه دى اوښتى او يواځې دکور ښيښې ماتې شوې دي .
  دخبر ځاى  دڅرګندونوله مخې : ټپي ماشوم اووه يا اته کلن دى او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى .
تراوسه پورې په دې اړوند څوک نه دي نيول شوي  .
په همدې حال کې دپروان ولايت  دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې آمر عبدالصمد زلمى هم دغه پيښه تاييد کړه خو دجزئياتو له ورکولو څخه يې ډډه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته