امنیت

يو ماشوم په قندهارکې دطالبانو له خوا دښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله ووژل شو

 دقندهار ښار باختر دزمري دمياشتې  ١٢  :
په قندهار ولايت کې يوماشوم ديوښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شو او څه ناڅه  څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دقندهارولايت يوه امنيتي مقام دباخترآژانس خبريال ته وويل  دماين په دې چاودنه کې يو ماشوم ووژل شو ا وڅلور تنه  ملکي وګړي ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان ددغې ماين ښخونې عامل وبلل  او ويې ويل  ددغې پيښې دعاملانودپيژندنې اونيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي.
وسله وال طالبان زياتره په افغانستان کې په ګڼ ميشتو لارو  کې دبمونو اوماينونو په ښخولو لاس پورې کوي چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته