امنیت

يو ماشوم د ناټو په هوايي بريد کې ووژل شو.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
په  هلمند کې تيره شپه   دناټو د هوايي بريد له امله  يو نهه کلن ماشوم شهيد او
مور او پلار يې ټپيان شول.
د هلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسول باختر آژانس ته وويل : دناټو ځواکونو دهلمند ولايت  دسنګين په ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي چې له امله يې يو نهه کلن ماشوم شهيد او ددغه ماشوم مور او پلار ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه ايساف دغه  بريد تاييد کړ او ويې ويل د دغو عملياتو په بهير کې يو نهه کلن ماشوم  په تيروتنې  سره شهيد مور او پلار يې ټپيان  شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته