امنیت

يو ماشوم دانسان تښتوونکوله منګولو څخه وژغورل شو

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٥  :
دهرات ولايت دغوريانو ولسوالۍ  دامنيه قوماندانۍ پوليس  دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ديوه ماشوم  په ژغورنې بريالي شول.
١٢ کلن بنيامين  چې دوه ورځې مخکې دانسان تښتوونکوله خوا تښول شوى و  د غوريانو ولسوالۍ  دامنيې قوماندانۍ دپوليسو په هلوځلو ا وددغې ولسوالۍ دخلکو په همکارۍ  د٢٦ساعتو په بهېر کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو او دهرات ولايت  دامنيه قوماندان  مل پاسوال محمدايوب انصاري له خوا کورنۍ ته يې وسپارل شو .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ يو تن  چارواکي  دباخترآژانس  خبريال ته وويل  چې انسان تښتوونکو ددغه ماشوم د خوشې کولو په بدل کې له کورنۍ څخه يې دپيسو غوښتنه کړې  وه.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې  ٢٧ تنه  دجنايي جرمونو په تور په هرات کې ونيول شول.
پوليس وايي په نيول شويو کسانو د انسان تښتونې ، غلا ، دنشه يي توکو دپلورنې او دسندونو د جعل کولو تور لګول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته