امنیت

يو قومي مخور په قندهار کې ووژل شو .

کابل باختردلړم شپږمه :
يوستر قومي  مشر دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په قندهار ولايت کې په ډزو سره ووژل شو .
دقندهار  دوالي وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه تير ماښام ددغه ولايت دډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په شير سرخ کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو قومي مشر کله چې خپل کورته روان و دناپيژاندو موټر سايکل سپرو له خوا پرې ډزې  وشوې او شهيد کړى شو .
يوه اړونده خبرځاى  وويل يرغلګر دپيښې له ساحې څخه  په تيښتې بريالي شوي دي  او دقضيې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره دپوليسو له خوا دپلټنې عمليات پيل شوي دي .
دغه قومي  مشر ملک نور احمد نوميده او له زياتې مودې راپديخوا يې دقندهار ولايت  دډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دقومي مشر په توګه ژوند کاوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته