يو قوماندان له خپلو افرادو سره يې له خپله لاسه ووژل شول
کابل- باختر دلړم لسمه
دطالبانو يو قوماندان له خپلو دريو تنو افرادو سره يې په زابل ولايت کې دخپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.
په جنوب کې د٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه پيښه پرون دزابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .
خبرځاى زياته کړه چې په ارغنداب ولسوالۍ کې دطالبانو تش په نامه ولسوال ملا امان الله خپلو دريو تنو افرادو سره يې کله چې دقلات – قندهار په لويه لاره کې يو ماين ښخاوه دماين دچاودنې له امله ووژل شول.