امنیت

يو غير مسوول وسله وال قوماندان ووژل شو .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
يو غير مسوول قوماندان  له دوو تنو افرادو سره يې پرون  په بغلان ولايت کې  ووژل شو .
دبغلان ولايت  د ده صلاح ولسوال  نور محمد ګذر  دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه جګړه  دده صلاح ولسوالۍ  په اهنګر کلي کې  د ځمکې  پرسر  ونښته  چې له امله يې  قوماندان نسيم اسلم له دوو تنو ساتوونکوسره يې  ووژل شو .
  دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت  نسيم اسلم ديو خطرناک قوماندان په توګه وباله او دده وژل کيدل يې  دناامنى په له منځه وړلو او  په دغې ولسوالۍ کې  دامنيت په تامينولوکې  مهم او ارزښتناک وباله .
  ديادونې وړ ده چې پرون هم   يوبل غير مسوول وسله وال قوماندان  له يو تن  ساتوونکې سره يې دخنجانو په ولسوالۍ کې ووژل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته