يو طالب د ماين ښخولو په وخت کې ونيول شو
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
يو وسله وال طالب نن کله يې چې غوښتل د نيمروز ولايت په مربوطاتوکې ماين ښخ کړي؛ ونيول شو .
د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ د تروريزم پرخلاف د مبارزې مدير حاجي محمد ابراهيم د باختر آژانس خبريال ته وويل : يو وسله وال طالب کله يې چې غوښتل د نيمروز ولايت د کنګ ولسوالۍ په واټ کې يو ماين ښخ کړي؛ ونيول شو.
خبرځاى زياته کړه : په دې باب د پوليسو پوښتنې دوام لري.