يو شمېر وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د لوګر ولايت په مربوطاتوکې نن د ملي اردو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې يوشمير وسله وال مخالفين ووژل شول او يوه اندازه جنګي وسايل يې ترلاسه شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ: دغه عمليات دلوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول او له امله يې يوولس ماينونه کشف او شنډ کړاى شول او د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته