يو شمېر مشرانو او د مدني ټولنې فعالينو د ملي وحدت د حکومت د اجراييوي رييس له مرستيال سره وکتل

کابل – باختر دتلې دمياشتې١٦
د ټولنيزو شوراګانو او د مدني مرکزونو يو زيات شمېر مشرانو او مخورو نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييوي رياست له مرستيال حاجي محمد محقق سره په کتنه کې په دغه مقام کې د ده د ټاکنې له امله مبارکي وويله.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييوي رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د کتنې برخه والو يو ځل بيا به نوى سياسي بهيرکې له استاد محقق سره خپل ملاتړ او ملګرتيا اعلام کړه او له ده څخه يې وغوښتل چې د انډوليزې پرمختيا او د ټولنيز عدالت د تامينولو پروګرامونه ته د ملي وحدت د دولت په لومړيتوب کې ځاى ورکړي او په اداروکې له موجود فساد او بروکراسي سره دې مبارزه وکړي.
د اجراييوي رياست مرستيال هم د کتنې برخه وال وستايل او د برخه والو د وړانديزونو د عملي کولو ډاډ يې ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته